پېنډۍ 18 دسمبر (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ وئيلي دي چې سوئيلي آسياء كښې استحکام لپا??ه د كشمير شخړې سوله ايز حل ضروري دې٬ پاكستان سيمه ايز امن او سوكالۍ لپاره ټولو ګاٶنډي هېوادونو سره ښې اړيكې غواړي۔ د خالي په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې جنرال قمر جا??يد باجوہ س??ه د انډونيزيا خارجه وزير ريتنولسټاري پريان ساري مر??ودي ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو٬ دفاع او امنيتي مر??ته كښې په اضافه، سيمه ايزه سلامتيا، د افغانستان په موجودہ صورتحال او د انساني خواخوږۍ په اقداماتو كښې په مر??ته او شراكتدارۍ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ سرلښكر ووئيل پاكستان په نړيوال او په سيمه ايزو چارو كښې د انډنيزيا كردار ته په درنه سترګه ګوري٬ انډونيزيا س??ه دوه اړخيزه اړيكې زياتول غواړؤ۔ ده ووئيل په افغانستان كښې امن او روغې جوړې لپاره اقداماتو ته اړتيا ده۔ سرلښكر ووئيل د سوئيلي اسياء استحكام لپا??ه د كشميري كشالې سوله ايز حل ضرورې دې۔ ده د دې عزم پخلي وكړو چې پاكستان سيمه ايز امن او سوكالۍ لپاره ټولو ګاٶنډي هېوادونو سره ښې اړيكې غواړي۔ د انډونيزيا خارجه وزير په افغان وضعه ??ښې د پاکستان د کردار، د بارډر مينجمنټ خاص هڅو، سيمه ايز استحكام كښې د پاكستان د كردار ستائنه كولو سره پاکستان سره په هره كچه سفارتي مر??ته لا ښه كولو لپاره هم خپل كردار ترسره كولو له د عزم څرګندونه وكړه