اسلام آباد 13دسمبر (اے پي پي) پ??کس??ان د هند دفاع وزير غیر ضروري، د جواز نه غير او د اشتعال راپېدا كوونكو تبصرو غندنه كولو سره وئيلي دي د هند دفاع وزير د ترهه ګرۍ په تناظر كښې د پ??کس??ان په ضد بې بنسټه تورونه لګولو سره او د دهړكې په وركولو د منلے شو?? تاریخی حقائقو مسخ کولو هڅه كړې، پ??کس??ان د هند د جارحانه عزائمو ناکامه كولو بشپړ صلاحيت لري،د بي جے پي لارښود دې د كومې هم غلط پېهمې او مهم جوئئ نه ډډه وكړي او انتخابی ګټې لپاره دې د هېواد په سياست كښې پاكستان ته ګوته نه نيسي۔د ګل په ورځ د خارجه دفتر وياند ووئيل تاریخ په غلط ډول وړاندې كول، فریب کارانه سوچ خپلول او په بې بنسټه مړانه خپل ځان مطمئن کول د بي جے پي خاصیت دے۔كله چې هم د هند په مهمو رياستونو كښې ټاكنې كېږي ، د بي جے پي لارښود دا ډول خبرې كوي۔ ده ووئېل د هند دفاع وزير جنګي جنون او غیر ذمه واره رويه د پ??کس??ان په ضد د پرله پس?? جارحیت واضح ثبوت دے۔ تر څو چې د ترهه ګرۍ مسئلې تعلق دے نو نړيواله ورورولي د دې خبرې څخه خبر ده چې د هند هندوتوا څخه متاثرہ حکومت څه ډول په مقبوضه جمو او کشمیر كښې د کشمیریانو په ضد ریاستی ترهه ګري كوي۔ په دې لړ كښې تير كال نومبر كښې پ??کس??ان يو كوټلې ډوزیئر هم نړۍ ت هوړاندې كړے ؤ۔وياند ووئيل نړۍ ته معلومه ده چې پ??کس??ان د هند د جارحانه عزائمو ناکامه كولو بشپړ صلاحیت لري۔مونږ په دې لړ كښې د خپل عزم او صلاحیت مظاهرہ هم كړې