اسلام آباد 07 دسمبر(اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي وئيلي دي چې د مارکيټ د حاجت او طلب له مخې به ځوانان تربيه كول وي٬ مېرمنې او خاص كسان هنر مند جوړولو ته به خصوصي پاملرنه كول وي٬ د مارکيټ طلب پوره كولو لپاره به د هنر مندو شمېره زياتول وي۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه په هېو??د كښې د ټيکنيکل او ووکېشنل ټرېننګ په اړه د بريفنګ په مهال وكړه۔ د بريفنګ په غونډه كښې د نيو ټېك چيئرمېن سيد جاوېد حسن، او د ټيوټا صوبائي مشرانو ګ??ون وكړو۔ صدر مملکت ووئيل خصوصي وګړي د هېواد د آبادۍ د 12 ??ه تر 14 فيصده دي٬ مېرمنې او خصوصي كسان د ټولنې فعاله وګړي جوړولو لپاره به دوي هنر مند جوړول وي۔ صدر مملكت ووئيل هنر مند افرادي ق??ت تيارولو لپاره صنعت سره تړون ضروري دې٬ ځوانان هنر مند جوړېدو سره به دوي لپاره د روزګار موقعې رامخې ته شي۔