اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان ته د ازبكستان صدر شوكت مرزيوف د جمعې په ورځ ټيليفون وكړو. دواړو مشرانو په دوه اړخيزه اړيكو كښې په پېش رفت د اطمينان څرګندونه و??ړه. د وزيراعظم د دفتر د مېډيا څانګې لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې په دې موقع وزيراعظم عمران خان شريك اهداف او مقاصد ترلاسه كولو لپاره په بېلا بېلو څانګو كښې د استعداد څخه د استفاده كولو په ضرورت زور راوړو. وزيراعظم ووئيل چې د ترجيحي تجارتي لوظنامې د زر تكميل د لا??ې دوه اړخيزه اقتصادي اړيكو ته د ودې وركولو ضرورت دے. وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې په افغانستان كښې امن او استحكام سره سيمه ايزې خوشحالې لپاره د روابطو اېجنډا مخ په وړاندې بوتللو كښې مرسته وشي. ده د ټرانس افغان رېلوے پروژې په وخت تكميل لپاره د پا??ستان د پوخ غزم څرګندونه و??ړه. ازبك صدر د وزيراعظم د پا??ستان د دورې كولو بلنه قبوله كړه كومې سره به چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اقتصادي او تجارتي اړيكو پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې اوسنې دوه اړخيزه مرسته لا وده و??ړي.