اسلام ??باد 05 نومبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې وك??لان د جمهوريت، انساني حقوق او آئين محافظ دي، د قانون حكمراني او آئين سرلوړۍ كښې د وك??لانو روښانه كردار د تاريخ برخه ده، بايد د بار ايسوسي ايشنز سياست آزادانه وي، حكومت او سياسي ګوندونو په دې كوم مداخلت نه وي، راروان دور ډيجيټل دې، ليګل سسټم قوي كولو لپاره ريفارمز ته اړتيا ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د سپريم كورټ بار ايسوسي اېشن نوې منتخب عهديدارانو په اعزاز كښې دستورې ته وينا كښې وكړه۔ وفاقي وزير اطلاعات ووئيل د هېواد ګټي د بار ايسوسي ايشنز پشمول ټولو لپاره مقدم دې، حكومت د بار ايسوسي اېشنز ښېګړې لپاره چمتو او لوظي دے۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل مونږ په هره كچه د وك??لانو سره ولاړ يو، آئين او قانون سرلوړۍ لپاره د وك??لانو د قدر وړ خذمات د ستائنې وړ دې۔ده په بار ايسوسي اېشن زور راوړو چې زير التوا مقدمې زر تر ز??ه ترسره كولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل بار ايسوسي اېشن بايد يوه داسې باډي وي كومه چې د سپريم كورټ او هائي كورټ د ججانو د پريكړو موازنه وكړي۔ وفاقي وزير اطلاعات ووئيل د وك??لانو د ستونزو څخه خبر يو، د وك??لانو مسئلو حل كولو ته پام لرنه كوو۔ وفاقي وزير اطلاعات د سپريم كورټ بار ايسوسي اېشن نوې منتخب شوې عهديدارو له مباركي وركړه۔دستوره كښې د سپريم كورټ بار ايسوسي اېشن نوې منتخب شوې صدر چوهدري محمد احسن بھون، نائب صدر (پنجاب) خاور اكرام ??ھټي، سيكريټري وسيم ممتاز ملك، چوهدري رياست علي ګوندل ايډيشنل سيكريټ??ي، سينيټر علي ظفر، پاكستان بار كونسل عهديدارو طاهر نصرالله وړائچ، حفيظ الرحمان چوهد??ي، سپريم كورټ بار ايسوسي اېشن پخواني سيكريټريز ، رانا شهزاد صفدر حسېن تارړ، ايډيشنل اټارني جنرل عامر رحمان وړائچ، نائب صدر (سندھ) عزيز احمد خان، د ايګزيكټو كمېټۍ غړو (سندھ) جان علي جونيجو، ذوالفقار حيدر شاه، د ايګزيكټو كمېټۍ غړو (پنجاب) رانا اختر علي، چوهدري طارق جاويد او سمندر پورې پاكستانيانو فورم چيئرمېن محمد ساجد تارړ ګډون كولو۔