اسلام آباد۔26اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د چین صدر شی جن پنګ سره ټیلېفوني خبرې وكړې او ??غه ته ئې د كميونسټ پارټۍ په 100 مه سالګره او د چين اولس بې وزلي ختمولو كښې په ځانګړې كاميابو ترلاسه كولو مباركي وركړه۔ دواړو لارښودو د دوه اړخيزه اړيكو په لا مستحكمولو اتفاق وكړو۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري شوي بيان لمخې وزيراعظم عمران خان د كميونسټ پارټۍ په 100 مه سالګره ٬ د چين اولس بې وزلي ختمولو كښې په ځانګړې كاميابو ترلاسه كولو او د څلورو لسيزو په مهال شويو اصلاحاتو او پرمختګ د چين صدر ته مباركي وركړه۔ دواړو لارښودو د سفارتي اړيكو په 70 كالو بشپړ كېدو هم يو بل ته مباركي وركړه۔ پ?? دې مهال په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزیر اعظم عمران خان د كورونا وائرس وبا مخنيوي لپاره د چين د اقداماتو او پاكستان ته او د نړۍ نورو هېوادونو ته د كورونا وېكسين وركولو كښې مرسته وستائله۔ دواړو لارښودو د معاشي ستونزو په كمولو ٬ د چين پاكستان آزاد تجارت دوهم پړاؤ څخه د بشپړې ګټې په پورته كولو او د اقتصادي او تجارتي اړيكو په لا مستحكمولو اتفاق وكړو۔ وزیراعظم ووئيل د اېم اېل ون رېلوے منصوبې فوري پېل كېدل به د پاكستان د قومي او سيمه ايز جيو اكنامكس وژن لپاره يو مهم پېشرفت ثات شي۔ ??زیر اعظم د ماحولياتي بدلون ختمولو لپاره د چين د لارښودنې د كردار ستائنه وكړه۔ دواړو لارښودو سی پیک ګرین ډوېلپمنټ ته د بېلټ اېنډ روډ انېشی اېټیو اعلی معيار لمخې په وده وركولو هم اتفاق وكړو۔ دواړو لارښودو د افغانستان په صورتحال هم خبرې وكړې۔ هغوي نړيوالې ورورولۍ ته خواست وكړو چې ??غ?? دې د افغان اولس فوري انساني او معاشي مرسته وكړي دغسې چې د هغوي ستونزوې كمې كړې شي او د عدم استحكام مخنيوې وكړی شي۔ دغسې د هېواد د بيا ودانۍ عمل كښې دې هم مرسته وكړې شي۔ ??زیر اعظم ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه تزویراتی همكارۍ ته وده وركولو له به په اعلی كچه تبادلې كول وي۔ ??زيراعظم پ?? دې موقعه د چين صدر ته د پاكستان د دورې كولو خپلې بلنې پخلې هم وكړو