اسلام آباد 18 اكتوبر ﴿اے پي پي﴾ د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قې??ر پ?? مشرۍ كښې د پاك افغان دوستې ډلې د اېګزېكټو كمېټې غونډه د ګل په ورځ وشوه چې پكښې د وزيراعظم خاص مرستيال محمد شهزاد ارباب، د قامي اسمبلۍ غړو محمد يعقوب شېخ او محسن داوړ ګډون وكړو. په غ??نډه كښې د كورنيو چارو وزارت، د تجارت، كسټم، سرمايه كارې بورډ، اېف بي آر، سټېټ بېنك او د پي آئي اے استازو هم ګډون وكړو. په غ??نډه كښې د پاكستان او افغانستان د ټرانزټ ټرېډ او تجارت په معاملو خبرې وشوې. په دې موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قې??ر ووئيل افغانستان د پاكستان ګاونډي هېواد دے، د دواړو هېوادونو ګټې يو بل سره تړلې دي. ده ووئيل د پاكستان او افغانستان په تجارت او ټرانزټ ټرېډ كښې د پولې ??نت??ام ډېر د اهميت وړ دے. ده ووئيل د دې كمېټې غونډه به هره اونې كېږي. كمېټې ته د خېبر پښتونخوا د كورنيو چارو محكمې لخوا ووئيل شول د كمېټې لخوا چيف سېكرټري ته د پاكستان او افغانستان ترمېنځه د بس سروس بحالې سمري لېږلې شوې