هرن??ئی ۔9اکتوبر(اے پی پی) د وزیراعظم د سماجي تحفظ او تخفيف غربت خصوصي مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر د زلزله ځپلې ضلعې هرنائي دوره وكړه۔ په دې موقعه خپلو خبرو كښې هغې ووئيل وزيراعظم د زلزله ځپلې ضلعې هرنائي ټولو كورنيو لپاره 12 زره روپۍ د كورنۍ په سر د احساس ريليف كېش منظوري وركړې ده ٬ دا مالي مرسته به راروانه ورځ جاري شي۔ د وفاقي حكومت د احساس پېكج سره سر?? د ??پليو كورنيو د زلزلې د لاسه د شوي زيان ازالې لپاره به د بشپړه جاج اخستو نه وروستو اضافي مرسته هم ډېره زر جاري كولې شي۔ دا خبره دې ياده وي چې د وزيراعظم عمران خان په خصوصي لارښوونه ډاكټر ثانيه نشتر د زلزله ځپلې سيمو دوره وكړه ا?? ځپليو وګړو سره ئې ملاقات وكړو۔ هغې په ډسټرکټ روغتون هرنائي كښې د ژوبل شويو تپوس پوښتنه وكړه۔ په دې مهال د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر قاسم خان سوري ٬ د بلوچستان چيف سېكتر مطهر نياز رنا ٬ د پاكستان بېت المال اېم ډي ظهير عباس كھوكھر ٬ د سبي ډويژن كمشنر او د پاكستان آرمي او احساس پروګرام اعلی چارواكي هم هغې سره وو۔ د خپلې دورې په مهال هغې د زلزلې د لاس?? د ??پلې شو??و سيمو جاج واخستو او ځپليو كورن??و سره ئې خبرې وكړې۔ ځپليو كورن??و سره خواخوږي ښكاره كولو سره هغې ووئيل وفاقي حكومت په دې سخت وخت كښې او??س سره دے او دوئي سره فوري مرستې له چې څه هم كولې شي هغه به كوي۔ هغې ووئيل احساس شاک رسپانسیو رجسټری ب?? د ??ل په ورځ ځپل??و سيمو كښې خپل ډسك پرانيزي۔ وروسته ډاكټر ثانيه نشتر او د بلوچستان ګورنر د سي اېم اېچ روغتون كوئټې دوره وكړه ا?? زلزله كښې ژوبل شو??و سره ئې ملاقات وكړو۔