اسلام آباد29ستمبر (اے پي پي) افغانستان كښې د پاکستان سفیر منصور احمد خان وئيلي دي په افغانستان كښې په سياسي توګه د طالبانو حكومت مستحكم دے خو افغان لنډ مهاله حكومت لپاره لوي چېلنج معاشي ګورننس دے، افغان طالبان ن??يو??لې ورورولۍ سره ښې ا??يك?? غواړي٬افغانستان تنها پرېښودل د طالبانو او نه د ن??يو??لې ورورولۍ په حق كښې دے، پاکستان د طالبانو ن??يو??لې ورورولۍ سره ا??يك?? جوړولو لپاره كردار لوبوي٬ ن??يو??له ورورلي هم بايد طالبانو سره ا??يك?? بحال كړي۔ د نهې په ورځ نجي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل افغانستان د امریکې لخوا د منجمند كړو لس اربه ډالرو په سبب ستونزو سره مخ دے ٬ افغان لنډمهاله حكومت څو ځله امريكې او لويدېزې نړۍ ته اپيل كړے چې زمونږ لس اربه ډالره اثاثې بحال كړې۔ ده ووئيل افغان حكومت د بېنكنګ څانګې رېګولېټ كولو لپاره اقدامات هم كوي چې اولس ته رېليف ترلاسه شي٬ كه اثاثې بحال نه شوې نو په افغانستان د كارباري ژوند سخت ځپلے كېدو اندېښنه ده۔ منصور احمد خان ووئيل د افغان حكومت نړۍ سره تعلق ډېر ضرورې دے، كه ھغه د سیکیورټي، معاشی یا پاتي نړۍ سره د کنیکټیوېټي ایشوز وي٬ تر اوسه د افغانستان بهر نړۍ سره ا??يك?? بحال نه شوې٬ د اروپا ځېنې هېوادونه هم د طالبانو حكومت سره ا??يك?? ساتل غواري، زه ګڼم چې ن??يو??لې ورورلۍ له به هم طالبانو سره ا??يك?? د معمول له مخې كولو لپاره مېنځنۍ لاره راووستل وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان به ګاٶنډيانو هېوادونو سره په ګډه د افغانستان په معامله مخ په وړاندې ځ??٬پ?? دې وروستيو كښې هم د پاكستان چين او روسيه خاص استازو افغان اعلیٰ قیادت سره ملاقاتونه كړي٬ افغان وزيراعظم سره هم زمونږ اوږده ناسته شوې چې پكښې د امنيت او په اقتصادي وضعه د خيالاتو څرګندونه شوې۔ ده ووئېل د ټولو نه لويه خبره دا ده چې څنګه د نړۍ افغانستان سره تعلق جوړ شي٬ په دې لړ كښې پاكستان او د منطقې نور هېوادونه هڅې كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب منصور احمد خان ووئيل پاکستان په تېرو څو كالو كښې د طالبانو ا?? امرېكې ترمېنځه د امن لوظنامې كولو او د افغان امن عمل په لړ كښې كليدي كردار لوبولے ، نړۍ هم په افغانستان كښې د امن په لړ كښې د پاكستان د ستړو اعتراف كوي