اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو او د احتساب صلاحكار شهزاد اكبر وئېلي دي چې د شهباز شريف په ضد په پاكستان كښې د مني لانډرنګ مقدمې دي٬په برتانيه كښې د هغه په ضد كومه مقدمه نه وه چلولې شو??٬په مېډيا كښې د هغه د بري كېدو تاثر درست نه دے۔د نهې په ورځ خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د برتانيې نېشنل كرائم ايجنسۍ د سلمان شهباز دوه اكاؤنټس منجمد كړي وو او اوس يې هغه بحال كړې دي۔نېشنل كرائم ايجنسي د شك په بنياد كوم هم اكاؤنټ 12 مياشتو لپاره بندولې شي۔ده ووئيل چې د شهباز شريف په ضد په برتانيه كښې د مني لانډرنګ په اړه كومه مقدمه نه وه چلولې شو??٬دا د سلمان شهباز معامله وه٬د شهباز شريف نه د خپلو بچو په باره كښې چې كله پوښتنه وكړی شي نو هغه د دې څخه د لاتعلقۍ اعلان كوي۔ده ووئيل چې د شهباز شريف په ضد د 7 اربه روپو د مني لانډرنګ مقدمه د لاهور په احتساب عدالت كښې ده چې پكښې 12 ګواهان په عدالت كښې وړاندې شوي دي٬نور ګواهان به هم وړاندې كېږي او پريكړه عدالت ته كول دي۔ده ووئيل چې د شهباز شريف٬حم??ه شهباز او د مفرور سلمان شهباز په ضد د 25 ا??ب روپو مقدمه چلېږي۔ده ووئيل چې په مېډيا كښې دا تاثر وركړې شو?? چې شهباز شريف بري شو??٬دا تاثر هم وركړې شو?? چې دا مقدمه نې?? يا ايسټ ريكوري يونټ پېل كړې وه۔دا دواړه خبرې مكمل غلطې دي۔