اسلام آباد۔18ستمبر (اے پی پی)پاكستان كښې د المان سفير برنارډ وئيلې دي افغانستان كښې استحكام ٬ امن او پرمختګ لپاره دوحه امن عمل مخ په وړاندې بوتللو كښې د پاكستان كردار د ستائنې وړ دے كوم چې د امريكا په شمول نړيوالې ورورولۍ تسليم كړے دے٬ افغانستان كښې يو بشپړ حكومت امن او استحكام لپاره ضروري دے۔ د خالي په ورځ رېډيو پاكستان سره خصوصي مركه كښې هغه ??وئيل امريكا او نړيوالې ورورولۍ د پاكستان كردار تسليم كړے او المان هم د دې مثبت كردار اعتراف كوي۔ هغه د دې باور څرګندونه وكړه چې پاكستان به سباؤن كښې هم افغانستان كښې خپل تعميري كردار ترسره كوي۔ الماني سفير ووئيل كابل كښې په ټولو ډلو مشتمل يو بشپړ حكومت هېواد كښې امن او استحكام لپاره ډېر ضروري دے۔ د المان خارجه وزير هيكو ماس د پاكستان اوسنۍ دورې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې الماني سفير ووئي?? د ??غه دوره پاكستان سره د دوه اړخيزه اړيكو او د افغانستان په شمول منطقه كښې د روانې وضعې په اړه وه۔ هغه ??وئيل دا ښه او مهمه خبره ده چې طالبان خپلې پخوانۍ رويې ترك كولو ته چمتو شوي دي۔ هغه ??وئيل د طالبانو تسليمولو له به مونږ د طالبانو په اقداماتو نظر ساتؤ۔ هغه ??وئيل د افغانستان په اړه چې جنېوا كښې كوم كنفرنس شوے ؤ په هغې كښې المان د افغانستا?? مرستې له د 10 كروړه يورو وركولو لوظ كړے دے۔ هغه ??وئيل مونږ نور 50 كروړه يورو په دې رقم كښې په شاملولو غور كوؤ۔ پاكستان سره د اړيكو په اړه هغه ??وئيل پاكستان او المان ژورې تجارتي اړيكې لري۔ د دواړو ترمينځه د تجارت حجم درې اربه يورو دے۔ هغه ??وئيل جرمن ائیرلائنزپاکستانی چارواكو سره مشاورت كوي دغسې چې د دواړو هېوادونو ترمينځه پروازونه پ??ل كړی شي۔ هغه ??وئيل د سياحت او تعليمي پلاوي تبادله مهم ده او دا مهال د 5 زره نه زيات طالبعلمان د المان په تعليمي ادارو كښې زده كړې ترلاسه كوي