پېښور 09ستمبر (اے پي پي) قامي اي??ار?? اغستونكے سينئر خبريال او د افغان چارو كار پوهه رحيم الله يوسفزے په حق رسېدلے۔د هغه د جنازې مونځ به(نن)د جمعې په ورځ 11 بجې مردان كاټلنګ انزګي سره د سوات ايكسپرېس وے د ك??ټلنګ انټرچېنج ته نزدې ضمير بانډه كښې ادا كولے شي۔رحيم الله يوسفزئي د ډېر وخت نه ناجوړه ؤ ۔د افغانستان په حقله هغه د پاكستان او په نړيوالو ابلاغ ذريعو كښې اتهارټي ګڼلے شو۔هغه ابتدائي زده كړې د جهلم نه ترلاسه كړې وې او صحافتي كيئرير يې د ك??اچۍ ښار نه پېل كړے ؤ ۔رحيم الله يوسفزئي په هغه څو خبريالانو كښې ؤ چا چې په 1979 كښې په افغانستان د روس يرغل نه پس تراوسه جنګ ځپليو سيمو په حقله موثر او د غوره رپورټنګ د لارې په صحافت كښې خپل ځانګړے مقام پېدا كړے ؤ چې پكښې د نړۍ تر ټولو مطلوب كس د اسامه بن لادن او د طالبانو لارښود ملا محمد عمر وړو??بن?? او آخري مركې څخه ده ته نړيوال شهرت ترلاسه شوے ؤ۔رحيم الله يوسفزئي تر دې دمه د انګريزې ورځپاڼې دي نيوز د پېښور ريزيډنټ اېډيټر او د جيو نيوز سره د تجزيه نګار په حېث منسلك ؤ ٬ دغسې هغه د بي بي سي اردو او پښتو سروس د نمائنده او تجزيه كار په حېث كار كړے او تر ډېر وخته په پاكستان كښې د ټائم ميګزين نمائنده هم ؤ ٬ د نړيوال?? ادارو لكه دي نيوز انټرنېشنل٬ګلف نيوز٬ايېشين نيوز٬اېشين افيئرز٬ټائم٬اے بي سي٬اېن بي سي٬عرب نيوز٬نيوز لائن٬انډيا ټو ډے٬اكوټ لك او د الجزيره لپاره هم پرله پسې ليكل كول۔ هغه ته د خذمات په اعتراف د پاكستان حكومت په 2005 او 2010 كښې دوه ځله د ستاره امتياز اي??ار?? وركړے ؤ۔