اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير شوکت ترين وئيلي دي چې افغانستان سره تجارت به پاكستاني كرنسۍ كښې كېږي٬ د افغانستان د معاملې په روزانه بنياد جاج اخستے كېږي٬ د افغانستان 9 اربه ډالره د نړيوالو مالياتي ادارو لخوا ايسارې كړې شوې دي٬ کامياب پاکستان پروګرام به ډېر زر پېل كړے شي٬ هېواد كښې د جي ټي پي شرح 4 فيصده ده٬ سږ كال به د جي ډي پي ګروته 4.8 فيصده ته رسوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ خزانې لپاره د سېنېټ كمېټۍ ته د بريفنګ په مهال وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل د اېف بي آر د نوټسز لړۍ بند كړې شوې ده٬ مونږ د يو نيم كروړ كسانو ډېټا لرو كوم چې سېلز ټېكس وركولې شي٬ دا ډېټا د نادرا څخه ترلاسه كړې شوې ده او دوي ته به يو پېغام لېږلې شي٬ كه ھغوي د پېغام خ??ل ځواب وركوي خو ښه ګني قانوني كاروائي به كېږي۔ شوکت ترين ووئيل اېکسچينج رېټ چې دا ??هال كوم ځائ ته رسېدلې دے د دغه ځائ هدف ٶ، اېکسچينج رېټ په مصنوعي توګه لږ ساتل زيانمن وي٬ د اېکسچينج رېټ پرېكړه سټېټ بېنك له كول دي۔ ده ووئيل كامياب جوان پروګرام به ډېر زر پېل كوٶ او په وړومبي پړاو كښې به په خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې دا ??روګرام پېل كوٶ٬ مونږ به بې وسو كسانو لپاره دا ??روګرام پېل كوٶ، ګرد هېواد كښې دا ??هال دا ??روګرام پېل كول ممكن نه دي۔ ده ووئيل د افغانستان مالي پانګې د نړۍ يو شمېر هېوادونو منجمد كړې دي ۔د افعانستان پحقله د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل افغانستان سره تجارت به په پاكستاني كرنسۍ كښې كېږي٬ څو ا??ونۍ پس به دا ??علومه شي چې افغانستان سره به په تجارت څه اغيز مرتب كېږي٬ د افغانستان په موجوده صورتحال كښې معمولات چلولو لپاره پاكستان څخه د افرادي قوت وركولو په صورت كښې معاونت كېدې شي، ده ووئيل په اكتوبر كښې به كمېټۍ ته د وړومبو دريو مياشتو په كاركردګۍ بريفنګ وركوم