اسلام آباد۔05 جولائی(اے پی پی)د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد وئيلی دي ازبکستان ?? اسلامی ورثې امین هېواد دے ، پاکستان ??و ازبکستان پخوانۍ مذهبي او كلتوري اړيكې لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ازبكستان ??فير اوېبك عارف عثمانوف سره خبرو كښې وكړه چا چې هغه سره د ګل په ورځ ملاقات كولو۔ ملاقات كښې د پاکستان ??و ازبکستان ??وه اړخیزو اړیکو ته د ودې وركولو په شمول د شريكې خوښی په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې د پاكستان ??و ازبكستان ??رمينځه په وېزا لوظنامو د پېشرفت جاج هم واخستلے شو۔ په دې مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه په تجارت او د سېلګرۍ په وده هم خبرې وشوې۔ ملاقات كښې د دواړو هېوادونو د قانون نافذ كوؤنكو ادارو ترمينځه د رابطو په زي??تو??و هم صلاح راغله۔ خارجه وزير ووئيل پاکستان ??و ازبکستان پخوانۍ او كلتوري اړيكې لري۔ ازبکستان ?? اسلامی ورثې امین هېواد دے ، هغه ووئيل په اسلامي خپ??ول?? د تړلې شوو دواړو هېوادونو ترمينځه رابطو لا مضبوطولو ته اړتيا ده۔ پاكستان ?? ازبكستان وګړو لپاره وېزا كښې خاص آسانۍ وركړي۔ هغه ووئيل ازبک وګړو ته پاكستان ??ه د راتللو لپاره به د 5 ورځو ټرانزټ وېزا هم وركولې شي۔ په دې مهال ازبك سفير ووئيل د لاهور او تاشقند ترمينځه د پي آئي اے پرواز د روانې مياشتې 2 مې نېټې نه بحال شوے۔ د هوائي سفر آسانۍ سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه سېلګرۍ او كاروبار ته وده ترلاسه شي۔ هغه ووئيل د وېزې آسانيو په لوظنامه عملدرآمد سره به دوه اړخيزه رابطې لا زياتې شي