اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د نړۍ مالدار هېوادونو د ګلوبل وارمنګ مقابلې لپاره زيات اقدامات نه دي كړي، پاكستان د تودوخې په درجه كښې كمي لپاره د نړۍ د نورو هېوادونو په مقابله كښې زيات كار كړے، پاكستان د خالي په ورځ د جون په 5مه نېټه كال 2021م د ملګرو ملتونو لخوا د لمانځل كېدونكې د ماحولياتو ??ړي??الې ورځې كوربتوب كوي، په دې وروستيو كلونو كښې پاكستان د موسمياتي بدلون او سختو سې??ابونو په نتيجه كښې په زياتو ځپل شويو هېوادونو كښې شامل دے. د برتانيې خبر رسنې ادارې رائټرز سره په خپلو خبرو كښې وزيراعظم عمران خان پوښتنه وكړه چې آيا پرمختللې نړۍ په دې لړ كښې مناسب كار كړے، د دې ځواب په نفي كښې دے. ده ووئيل چې د ماحول دښمن ګازونو زيات اخراج په پرمختلليو هېوادونو كښې دے او د دې ګازونو د اخراج مخ نيوي لپاره مناسب اقدامات نه دي شوي. وزيراعظم ووئيل چې سږ كال د ماحولياتو ??ړي??الې ورځې په موقع د ملګرو ملتونو د ايكو سسټم د بحالې لسيزه پېل كولې شي. ده ايكو سسټم ته ?? رسېدونكي زيان خاتمې او د دې بحالې لپاره په تندې سره د اقداماتو په ضرورت زور راوړو. د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې په پاكستان كښې بحالې لپاره ??ڼ شمېر اقدامات شوي دي چې پكښې د 10 ارب?? ونو نال كولو پروژه هم شامله ده. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې پاكستان د تودوخې په درجه كښې كمي لپاره د نړۍ د نورو هېوادونو په مقابله كښې زيات كار كړے. ده ووئيل چې ??ړي??ال بانك ونې كرلو لپاره د پاكستان د نويو پروژو د ماليت اندازه 500 مليونه ډالر لګولې خو كه د كاربن د قيمت پھ تناسب سره وكتلې شي نو د دې څخه استفاده تر 2.5 اربه ډالرو رسېدلې شي. ده ووئيل چې د ماحولياتو د تحفظ د لارې تاسو خپل اولس ته ??ياته ګټه رسولې شئ. ده واضحه كړه چې وږې اولس د ماحولياتو ښه حفاظت نه شي كولې.