نيويارك 20 مئي (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي فلسطين كښې د انساني الميې مخنيوي لپاره شريكو هلو ځلو كولو ته اړتيا ده٬ وفاقي وزير دا خبرې تېره ورځ د فلسطين پحقله د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ هنګامي غونډه كښې د ګډون كوٶنكو خارجه وزيرانو په درناوي كښې د ماسخوتن دستورې ته خپله وېنا كښې كړې كومه چې نيويارك كښې د پاكستان په سفارت كښې شوې۔ د درناوي په دستوره كښې د ترکيه، فلسطين، تيونس خارجه وزيرانو نه علاوه د عمومي اسمبلۍ صدر وولکر بوزکير او د او آئي سي هېوادونو په په ملګرو ملتونو كښئ مستقل استازو ګډون كړے۔ خارجه وزير د مېلمنو هركلي كولو سره د فلسطين په بې ګناه ??ګړ?? د كېدونكو ظلمونو او د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو او امن او امان ته د رامخې ته شديدو خطرو حواله وركولو سره د دې نوې انساني الميې مخنيوي لپاره د شريكو هلو ځلو پكار راوستلو په حاجت زرو رواړو۔ خارجه وزير مېلمانه ??لسطين كښې امن لپاره د پاكستان لخوا د شوو سفارتي هلو ځلو نه خبر كړل۔ خارجه وزير د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل بېړنۍ غونډه كښې شريكه لائحه خپلولو او د نړيوالې ورورولۍ پام د فلسطين تكليف لرونكې صورتحال پلو راګرځولو لپاره تفصيلي مشاورت هم وكړو۔ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې منير اکرم او په امريكا كښې د پاكستان سفير اسد مجيد خان هم په دې موقع موجود وٶ۔