اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د چين خپل همڅنګ لي كي چيانګ سره ټېلي فوني تماس نيولے او د پاك چين اړيكو په 70مه سالګره٬ په دوه ??ړخ??زه اړيكو او د كرونا واكسين په مرسته ئې د خيالاتو څرګندونه كړې٬ وزيراعظم عمران خان د چين خپل همڅنګ لي كي چيانګ ته په مريخ د چين د خلائي جهاز په كامياب لېنډنګ مب??رك?? هم وركړې چې په سبب ئې د چين زيات شوے تكينكي صلاحيت رامخې ته شوے۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د تېرو كلونو په مهال په اجتماعي توګه د هلو ځلو نه پس پاکستان او چين خپلې سدا بهار اړيكې په تزويراتي شراكت دارۍ بدلې كړي۔د چين پاكستان اقتصادي لاره (سي پېك) د بېلټ اېنډ روډ انې??ي اېټو فلېګ شپ منصوبه ده او دې سره به معاشي هلې ځلې ګړندۍ او د زور??ار موقعې راپېدا ??ي او دوه ??ړخ??زه او سيمه ايز تجارت به هم لا زيات شي۔ ده ووئيل كال 202١ يوه خاص موقع ده ځكه چې دا د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سفارتي اړيكو د جوړېدو دا 70مې كال دے كوم چې به دواړه هېوادونه په بشپړه ډول لمانځي۔ وزيراعظم په دې موقع د چين وزيراعظم ته مب??رك?? وركره٬ وزيراعظم د كووېد19 په مخنيوي كښې د پاك چين په مرسته رڼا اچولو ??ره د واكسين په وركولو ?? چين د روانې مرستې په زړه پورې ستائنه وكړه۔ وزيراعظم په پاكستان كښې د واكسين په جوړولو كښې په سهولت وركولو ??و اېن آئي اېچ سره په مرسته كولو هم مننه وكړه كومه چې به د كرونا مقابلې لپاره د پاكستان هلې ځلې لا قوي كړي۔ وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ستراتېژك مرستې په لا متنوع كولو ??و ژورتيا لپاره د لوړې كچې د تبادلو په جاري ساتلو هم زور رواړو۔ دغسې دواړو مشرانو د پاك چين دوه ??ړخ??زه اړېكې لا مستحكمولو لپاره د عزم پخلے وكړو۔