اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) د منصوبه ??ندې، پرمختګ ، اصلاحات او خاص اقدامات پارلماني سېكرټري كنول شوذب وئيلي دي نواز شريف د كلبهوشن په اړه چې څه په وزيراعظم هاٶس كښۍ كول، هغه شرمناك دي، مريم نواز سياسي انجينئرنګ لپاره كله د يو او كله د بل اوږه كاروي، كه كېسونه جوړول وي نو د دې مثال به ?? ن ليګ په دور كښې تر نظره كېږي ، د حېرانتيا خبره ده چې مريم نواز ته كومې شمېرې ??ركولې شي، هغه غلطې وي. د شورو په ورځ خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال پ??رلماني سېكرټري كنول شوذب ووئيل په خپل دور كښې به ټوله كورنۍ د چارټرډ الوتكې د لارې ??ندن ته تلله، مريم نواز صاحبه ډېر معصوميت ښائي. كنول شوذب ووئيل انتظار وكړې په كال 2023م كښې به ??حريك انصاف په اكثريت سره اقتدار ته بيا راځي. كنول شوذب ووئيل په هند كښې د پاكستان پخواني هائي كمشنر عبدالباسط تورونه دې په سنجيدګۍ سره واخستلے شي. عبدالباسط وئيلي دي نواز شريف د حريت مشرانو سره د ليدنې نه انكار كړے ؤ. هغې ووئيل سجن جندال سره چا ملاقات كړے ؤ، بايد د دې ټولو پوښتنو ځوابونه دوي ورك??ي. ??غې ووئيل مريم نواز خو د كونسلرې ??ه ټاكنو كښې د برخې اخستلو اهل هم نه ده خو تنقيد په عمران خان كوي. هغې ووئيل د چينو مافيا په ضد اوس په وزيراعظم هاٶس كښې پرېكړې كېږي. هغې ووئيل كه د بشير مېمن خبره مهمه ده نو په هند كښې د پاكستان هائي كمشنر بيان هم مهم دے.. هغې ووئيل مونږ د سترې ??حكمې د پرېكړو احترام كوو، د سترې ??حكمې جج نواز شريف نااهل ګرځولو په وخت د سېسلين مافيا قيصه بيان كړې وه