اسلام آباد۔28 اپرېل (اے پی پی) د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 5292 نوي كېسونه رامخې ته شوي او نور 201 كسان مړه شوي دي۔ تر ټولو زيات كسان پنجاب صوبه كښې مړه شوي دي۔ د نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر(اېن سی اوسی) له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال 201 كسان د كووډ – 19 د لاسه مړه شوي۔ زيات كسان پنجاب كښې مړه شوي دي۔ تر دې دمه پاكستان كښې 7 لکھ 4 زره 494 كسان د دې وباﺀ نه ښه شوي دي۔ دا مهال بلوچستان او آزاد كشمير كښې كوم هم رنځور په وېنټي لېټر نشته۔ ګرد هېواد كښې 644 وېنټی لېټ??ز كارولې ش??۔ ګرد هېواد كښی د اېكټو كېسونو شمېره 88 زره 207 ??و د ځپلو مجموعي شمېره 8 لکھ 10 زره 231 ت?? رسېدلې ده۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې د دې وباﺀ د لاسه په مجموعي توګه 17 زره 530 كسان مړه شوي دي۔ بلخوا ګرد هېواد كښې په مجموعي توګه د کووډ۔19 يو كروړ 16 لکھ 20 زره 14 ټېسټونه شوي دي۔ دا مهال ګرد هېواد كښې د وباﺀ رنځورانو له بېل كړې ش??يو 631 روغتونونو كښې د 6286 رنځورانو درملنې روانې دي