كراچۍ 12مارچ (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د ټولنې ټولې طبقې قامي چوكاټ كښې د شاملولو نه بغېر پرمختګ ممكن ن?? دے۔نوے نسل دې د خېر په كارونو كښې برخه اخستو سره سره د ??دع??وانۍ په ضد اودرېږي٬ايمان٬اتحاد او د تنظيم اصول زمونږ لپاره د لارې مشالونه دي ۔ماشومان دې د خپل ځان او د ښه چاپېرچل خاص خيال وساتي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د پاكستان سكاؤټس سندھ د سيوري لاندې دستورې ته وېنا كښې وكړه۔صدر ووئيل سكاؤټس يو تربيتي تحريك دے كوم چې د تنظيم٬نظم او نسق او خذمت تربيه وركوي۔ده په دې موقع په سكاؤټ كښې د خپل شموليت او تحريك سره د تړون لرلو د خپلو يادونو په حقله ګډون كوونكې خبر كړل ۔صدر ماشومان د پاك صاف او ښه چاپېرچل اهميت څخه د خبرولو په حاجت زور راوړو۔ده ماشومانو ته د خپل ځان او پاك چاپېرچل نصيحت كولو سره و??ئيل چاپېرچل پاك ساتلو لپاره اونې بوټې زيات اهميت لري٬وزيراعظم عمران خان په هېواد كښې د لس اربه اونو نالولو پروګرام پېل كړے بايد ماشومان هم بوټي نال كړي۔ده و??ئيل صفائي نيم ايمان دے٬په دې عمل كولو سره د ډېرو ناروغيو څخه بچ كېدل ممكن دي۔صدر د اتحاد په حاجت زور راوړلو سره و??ئيل په دې كښې د ټولو ښېګړه ده٬په ګډه كار كول لويې ا??ميت لري او د سكاؤټس په تحريك كښې د دې تربيې ا??تمام كېږي۔ده و??ئيل د پاكستانو وګړو يو لويې ښه والې دا دے چې د خېر په كارونو كښې برخه اخلي بايد ماشومان هم په دې حقله خبر كړے شي۔ده و??ئيل د تعليم په بنياد به افراد او هېواد پرمختګ كوي٬د دې لپاره ضروري ده چې د ماشومانو معياري تعليم سره سره د تربيې ا??تمام هم وكړے شي۔ده و??ئيل ??دع??واني يو ناسور دے كوم سره چې هېواد تباه كېږي٬هر ممكن هڅه و??ړی چې د مال جوړولو لالچ څخه لرې وساتلے شو٬پاكستان ته د كرپشن له امله لويې زيان رسېدلے٬بايد زمونږ نوې نسل په دې خبر شي چې هېواد به د كرپشن لعنت څخه پاكوو۔صدر مملكت ووئيل مونږ له به معذوره وګړي د دې جوګه كول وي٬ چې د علم او هنر په بنياد په خپلو پښو اودرېږي٬ده و??ئيل د خصوصي وګړو په حقله بايد ټولنه احساس ولري چې د هغوي سپكاوې ونه كړے شي بلكې د هغوي عزت او احترام وشي۔صدر ووئيل كومو قامونو چې د محرومو طبقو احساس لرلو سره د هغوي ښېګړی ته پام لرنه كړی او هغوي ئې په قامي چوكاټ كښې شامل كړي هغه قامونو پرمختګ كړے٬زه باور لرم چې زمونږ په ټولنه كښې به هم دې صفات ته وده وركړی شي دغسې چې د پاكستان په يو قوي هېواد جوړولو كښې بريالې شوو۔د دې څخه وړاندې سكاؤټس ټيبلوز وړاندې كړل