اسلام آباد 11 مارچ (اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر ش??لي فراز وئېلي دي مونږ وړندې هم اپوزېشن ته وئېلي وو چې د ??نې??ټ ټاكنې په سپيځلې ډول وكړې٬دوي زمونږ مخالفت كړے٬د مسلم ليګ(ن)مشرانو خبري كنفرنس كښې د سبا ورځې ماتې تسليم كړی۔د زيارت په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل په قامي اسمبلۍ كښې زمونږ 25 ووټونه زيات وو خو دوي وګټله٬هغه وخت دوي ته د اصولو سياست ياد نه ؤ ٬ كومې ټاكنې چې د دوي د خوښې وي دوي وائي چې سمې دي او چې چرته دوي د ماتې يره لري نو ورته اصولي سياست راياد شي۔ سېنېټر ش??لي فراز ووئيل د يوسف ??ضا ګېلاني د زوي په وېډيو كښې ليدے شي چې هغه د ووټ ضائع كولو طريقې ښائي او د دې ضائع شوو ووټونو په وجه زمونږ كانديد بائېللې ده ۔ ده ووئېل هغوي د چانګا مانګا نه دا كا?? شروع كړے ؤ او تر نن ورځې روان دے٬اوس هم دا خلق د ضميرونو په اخستلو كښې بوښت دي٬زمونږ د خلقو سره هم ووټ خرڅولو لپاره رابطې كوي٬د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل مونږ ووټ لپاره هر ځاے ته ځو٬مونږ د يوسف ??ضا ګېلاني نه هم ووټ غوښتے ٬آزادو كسانو ته به هم وائيو چې ووټ مونږ له راكړي