اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) اف??ال محمود په متحده عرب امارات كښې د پاكستاني سفير په توګه ذمه وارې پېل كړي . د دې څخه وړاندې هغه په بحرېن كښې د پاكستان سفير په چوكۍ خدمات ترسره كول. اف??ال محمود په هوسټن كښې د قونصل ??نر??، په بنګله دېش كښې د لنډ مهاله هائي كمشنر، د ملګرو ملتونو په ماحولياتي پروګرام او په نېروبي كښې د انساني آبادكارې پروګرام پشمول د نړۍ په بېلا بېلو برخو كښې په ګڼ شمېر نړيوالو فورمونو د پاكستان نمائندګ?? كړې. د دې نه علاوه اف??ال محمود په آسيان، سارك، انډونېزيا، بنګله دېش، ختيزه افريقا او المان كښې د موسمياتي بدلون په غونډو كښې هم د پاكستان نمائندګ?? كړې. اف??ال محمود په خارجه وزارت كښې د ملازمت په مهال ډائرېكټر ??نر??﴿امريكا و اروپا﴾ ډائرېكټر، ډپټي ډائرېكټر او اېران، تركيې ، اروپا او سوئيلي اسيا لپاره اسسټنټ ډائرېكټر هم پاتي شوے. اف??ال محمود د چكوال پوسټ ګرېجوېټ كالج څخه په اكنامكس كښې ګرېجوېشن او د تركيې د انقره پوهنتون څخه په ترك ژبه كښې تربيه ترلاسه كړې. اف??ال محمود د ترك او انډونېزيائي ژبو نه علاوه په اردو، انګرېزي او پنجابي ژبو هم عبور لري.