اسلام آباد 14 دسمبر (اے پي پي) د تېرو 24 س??عتو په مهال د كورونا په وباﺀ زيات مرګونه په پنجاب كښې ريكارډ شوي او په دوهم نمبر په خېبر پښتونخوا كښې زيات كسان په حق رسېدلي. د تېرو څلوريشتو ساعتو په مهال په ټو?? هېواد كښې د كورونا په وباﺀ نور 36 كسان په حق رسېدلي. په دې كښې 19 كسان په وېنټي لېټرز وو. د نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر﴿ اېن سي او سي﴾ لخوا جاري شوو شمېرو له مخې د تېرو 24 س??عتو په مهال په هېواد كښې د كورونا وائرس نور 2362 كېسونه رامخې ته شوي. په دې مهال په ټو?? هېواد كښې 36 كسان په حق رسېدلي چې پكښې 32 په روغتونونو كښې او 4 په كورونو كښې په قرنطينه كښۍ په حق رسېدلي. د اېن سي او سي له مخې د تېرو 24 س??عتو په مهال په هېواد كښې د كورونا د 31 زره 830 كسانو ټېسټونه شوي. په هېواد كښې د كورونا څخه د روغو شوو رنځورانو شمېره 3 لكه 84 زره 719 ته رسېدلې. په ګلګت بلتستان او بل??چستان كښې كوم رنځور په وېنټي لېټر نشته. په ټو?? هېواد كښې د كورونا رنځورانو لپاره په بېلو كړو وېنټي لېټرز د كورونا وائرس 346 رنځوران پراته دي. د اېن سي او سي له مخې په ټو?? هېواد كښې د كورونا د فعاله كېسونو شمېره 47 زره 236 ده او د ټو??و ځپليو شمېره 4 لكه 40 زره 787 ده. په ټو?? هېواد كښې د كورونا په وباﺀ د حق رسېدليو شمېره 8 زره 832 ده. تر اوسه په ټو?? هېواد كښې د 60 لكه 64 زره 220 كسانو د كورونا ټېسټونه شوي. په هېواد كښې د كووېډ 19 علاج لپاره په خاص كړو 613 روغتونونو كښې 3 زره 14 رنځوران تر معالجې لاندي دي.