سرينګر 05 دسمبر (اے پي پي) په غېر قانوني مقبوضه جمو و كشمير كښې د نرېندر مودي د فسطائي هندي حكومت لخوا تېر كال د اګست په پنځمه نېټه د لګول شوې پرله پسې پوځي محاصرې په وجه د كشم??ري??نو ژوند سختو ستونزو سره مخ دے. په مقبوضه سيمه كښې د هندي پوځ د پوځي محاصرې په 16 مياشتې پوره كېدو د كشمير مېډيا سروس د څېړنې څانګې لخوا په جاري شوي يو رپورټ كښې انكشاف شوے چې هندي ځواكونو ??ه دې موده كښې د اوو مېرمنو ??شمول 291 كشم??ري??ن شهيدان كړي دي. په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې زياتره كشم??ري??ن د محاصرې او لټون په نوم د كارروائيو په مهال په جعلي مقابلو كښې شهيدان كړے شوي دي. په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې زياتره ځوانان د خپلو كورونو ??ه پورته كړے شوي دي او په دوي د ??جا??د كېدو يا ??جا??دينو ??پاره د كار كولو بې بنسټه تورونه لګول شوي دي او بيا وروستو شهيدان كړے شوي دي. د رپورټ له مخې د تېرو شپاړس مياشتو په مهال د 291 كشم??ري??نو د شهادتونو ??ه نتيجه كښې شپاړس مېرمنې كونډې او 36 ماشومان يتيمان شوي دي. په دې موده كښې د طاقت وحشيانه استمال په نتيجه كښې يو زر 5 سوه 77 كسان ژوبل كړے شوي دي او 14 زره 2 سوه 19 كسان ګرفتار كړے شوي دي. په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې قابض هندي ځواكونو ??ه دې موده كښې 976 كورونه او ودانې تباه كړې دي او د 94 كشميري مېرمنو ئې بې حرمتي كړې.