اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي حکومت کاروباري طبقې او صنعتکارو ته د اسانيو وركولو عزم لري او په کاروبار كښې آسانيو لپاره هر ډول ممكنه اق??ام??ت كوي۔ دا خبرې ده د زيارت په ورځ د صنعتكارو پلاوي سره ملاقات كښې كړې۔ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري بيان له مخې په پلاوي كښې ثنا آلله چوهدري (يونايئټډ مو??ر سائيکل)، عبدالرحمان (چيئرمين پاکستان اېسوسي اېشن آف آټوموټيو پارټس او ايکسيسوريز مينوفيکچررز)، معين ظفر (پاکستان فرنيچر مينوفيکچررز اېسوسي ايشن)، مياں افتخار احمد (پاکستان ټائير مينوفيکچررز اېسوسي اېشن)، مرتضي پراچه (آل پاکستان ايمپورټرز و مينوفيکچررز)، عامر الله والا (موبائل مينوفيکچررز اېسوسي ايشن)، سهيل الطاف ( آټوموټئيوز)، احتشام الدين (پاکستان پلاسټك مينوفيکچررز ايسوسي اېشن) او سردار ياسر الياس ( اسلام آباد چېمبر آف کامرس اينډ ??نډ??ټري) شامل وو۔ په دې مو??ع وفاقي وزير محمد حماد اظهر، اېډوائزر ډاکټر عشرت حسېن، د سټېټ بېنك ګورنر رضا باقر او د اېف بي آر چيئرمېن جاوېد غني هم موجود وو۔ په دې مو??ع پلاو?? د ??رونا وباء له مخې صنعتونو ته په سهولتونو وركولو وزيراعظم او د ھغوي ډلې ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ پلاوي برآمدات زياتولو ، د هېواد صنعت ته وده وركولو او د ټېكس نظام كښې د بهترۍ په اړه وړاندېزونه هم وركړل۔ وزيراعظم پلاوي سره په خبرو كښې ووئيل حکومت کاروباري طبقې او صنعتکارو ته د اسانيو وركولو عزم لري او په کاروبار كښې آسانيو لپاره هر ډول ممكنه اق??ام??ت كوي۔ وزيراعظم ووئيل د هېواد صنعتي پرمختګ ودې سره به د روزګار مو??عې زياتې شي او برآمداتو سره به زرمبادله ترلاسه شي كومه چې به د فلاح ع??مه په منصوبو خرڅ كولې شي۔ په دې مو??ع وزيراعظم د صنعتونو او پوهتنونونو ترمېنځه د ريسرچ او ټرېننګ پحقله په روابطو جوړولو زور رواړو دغسې چې ځوانان فني مهارت ترلاسه كړي۔ وزيراعظم ووئيل كوم هېواد چې سرمايه كار او صنعت كارو ته سهولتونه وركوي هم ھغه هېواد ترقي كوي۔ وزيراعظم د پلاوي لخوا په وړاندې كړو وړاندېزيونو اړوندو وزارتونو او اېف بي آر ته هدايات جاري كړل