انقره 24 اګست (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي نړيوالې ټولنې ته وئيلي د هند په غېر قانوني مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونو نوټس واخلئ چرته چې د هند حكومت بدتره لاك ډاٶن ن??فذ كړے او بې ګناه خلق د بشري حقونو بدترينه سړغړونو سره مخ كو??ے شي. ده دا خبرې په ګل په ورځ ايوان صدر كښې د بين الپارلماني يونين ﴿آئي پي يو﴾ مشرې مېرمن ګېبريلا كوئيوس بېرن سره د ملاقات په مهال وكړې. صدر ووئيل هند د كشمير په بې ګناه خلقو د ترهګرې راج مسلط كړے او د مقبوضه كشمير خلق ئې په اذيت اخته كړي كو??ه چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو څرګنده خلاف ورزي ده. ده هيله ??رګنده كړه چې آئي پي يو به د مقبوضه جمو كشمير د خلقو د حقونو ??حف?? لپاره خپل كردار ترسره كړي. صدر په دوره راغلي معززين د حكومت د سمارټ لاك ډاٶن پالېسې څخه هم خبر كړل د كو??ې په نتيجه كښې چې د كو??ېډ 19 د وبا په چېلنج قابو موندلے شوے. په دې موقع ګېبريلا كوئيوس بېرن ووئيل د هغې هېواد د شريكې خوښې په څانګو كښې د نزدې اړيكو ودې لپاره پاكستان سره په ګډه كار كو?? غواړي. دو??ړو ډلو د دو??ړو هېوادونو د اولس په ګټه په ټولو څانګو كښې د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكم كو??و په ضرورت زور راوړو. صدر هيله ??رګنده كړه چې د آئي پي يو د مشرې لخوا د پاكستان دوره به د پاكستان د پارلمان او د آئي پي يو د غړو پارلمانونو ترمېنځه د پارلماني اړيكو مستحكمولو له مرسته كو??نكې ثابت شي. د ملاقات په مهال د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني او سېنېټر مرزا محمد آفريدي هم موجود وو.