اسلام آباد ۔ 5 اګست (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي 80 لكه كشميريان خپلو كورونو كښی بند??وا?? دي ٬ د قابض هندي ځواكونو لخوا په لويه كچه د بشري حقونو سختو خلاف ورزيو پټول?? له نړۍ سره مواصلاتي رابطې قطع كړې شوې دي۔ ځوانان په جعلي مقابلو كښې شهيد كولې شي او تش د نامې د پلټنيو كارروائۍ روزانه كېږي۔ د کشمیر حقیقی سیاسی مشرتابه زندانونو كښې ده۔ په 5 اګست 2019ء پورته كړې شوې هندي ګام ٬ پوځي محاصره او د مواصلاتي رابطو قطع كېدل د انسانيت په ضد جرم دے۔ د استح??ال ورځې په مهال خپل پېغام كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل د هند غېر انساني پوځي محاصرې او د مواصلاتو بندېدو د مقبوضه كشمير اولس ژوند او روګار تباه كړے او د دوئي شناخت ئې خطر سره مخ كړے دے۔ ده ووئيل د هند انتها خوښې او توسيع پسندانه سوچ لرونكي بي جے پي آر اېس اېس نمائنده هندي حكومت د هندو توا ايجنډا مخ په وړاندې بوځي او هندي حكومت منطقه كښې د آبادۍ تناسب بدلول غواړي كوم چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل ٬ نړ??وا??و قانونونو او په خاص توګه د څلورم جنېوا كنونشن ښكاره خلاف ورزي ده۔ ده ووئيل كشميريانو د هند غېر قانوني اقدام رد كړے دے او پاكستان ٬ پارلماني غړو ٬ خبريالانو ٬ د بشري حقونو كارمندانو ٬ د بشري حقونو نړ??وا??و تنظيمونو او نړ??وا??ې ورورولۍ هم مقبوضه جموں وكشمير كښې د بشري حقونو سختو خلاف ورزيو په ضد غږ پورته كړے دے۔ هند د نړۍ په وړاندې د يو جارح او جابر هېواد په توګه په ډاګه شوے دے۔ د دې د سېكولر او جمهوري هېواد كېدو ادعاګانې نړۍ ته ښكاره شوي دي۔ ده ووئيل پاكستان به ټول عمري د كشميري وروڼو خوېندو ملاتړ كوي او مونږ به چرې د كشميري اولس په ضد د هند غېر قانوني ګامونه او ظلم او جبر قبول نه كړو۔ ده ووئيل هند وړاندې نړ??وا??ې ورورولۍ ته رسېد?? له د كشميري اولس غږ غلي كولو كښې ناكامه شوې او اوس به په كشميري اولس څوك چې د منصفانه حقونو او بنيادي آزادۍ مطالبه كوي د هندوتوا سوچ مسلط كولو كښې ناكامه شي۔ ده ووئيل هند دے په دې پوهه شي چې د هر يو كشميري شهادت او د هر يو كشميري كور سوزول يا ويجاړول به د هند قبضې څخه آزادۍ له د كشميري اولس عزم لا قوي كړي۔ پاكستان به کشمیری اولس سره آزادۍ لپاره ددوئي هڅو كښې تر هغه وخت اوږه په اوږه ولاړ وي تركومې چې دوئي ته د ملګرو ملتونو د قراردادون?? له مخې د خپلواكۍ حق وركړے شوے نه وي۔