اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئي??ي دي مونږ له به په خارجه ډګړ د پرتو چېلنجونو تر مخه په نړيواله كچه تحقيق منظرعام ته راوستل وي. ده دا خبرې د شورو په ورځ د انسټي ټيوټ آف ريجنل سټډيز ﴿آئي آر اېس﴾ دورې كولو په مهال وكړې. خارجه سېكرټري سهېل محمود او د خارجه وزارت نور اعلٰي چارواكي هم خارجه وزير سره ملګري وو. د آئي آر اېس صدر اېمبسېډر نديم رياض د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي هركلے وكړو. په دې موقع خارجه وزير د انسټي ټيوټ آف ريجنل سټډيز د نوې و??انې پرانسته وكړه او په وزيټرز بك كښې ئې خپل تاثرات وليكل. خارجه وزير په دې موقع د انسټي ټيوټ آف ريجنل سټډيز محقېقينو ته وېنا هم وكړه. خارجه وزير د انسټيوټ نوې و??انې ته په منتقل كېدو پرېذيډنټ اېمبېسډر نديم رياض او د هغه ټولې ډلې له مباركي وركړه او وې و??يل زه په دې خوشحاله شوم چې د انسټي ټيوټ آف ريجنل سټډيز نوې و??انې په تكنيكي حواله په به بشپړه توګه فعاله ده. خارجه وزير ووئيل نن د انسټي ټيوټ آف ريجنل سټډيز ذمه وارې څو چنده زياتې شوي. ده ووئيل مونږ له به په خارجه محاذ پراته چېلنجونه په نظر ك??ې ساتلو سره په نړيواله كچه تحقيق منظرعام ته راوستل وي. د دې ادا??ې لا فعاله كولو لپاره به هر ډول ممكنه هڅې او وسيلې په كار راوستلې شي. ده ووئيل په دې بدلېدونكو حالاتو كښې به مونږ ته غوره حكمت عملي وضع كول وي. يوويشتمې پېړې ته د آسيا پېړې و??يلې شي چرته چې چين د يو لوي معاشي طاقت په توګه رامخې ته كېږي۔ده ووئېل مونږ له به چين سره په ګڼ شمېر څانګو كښې م??ست?? زياتول او سيمه ايز استحكام ته خپل پام ګرځول وي. خارجه وزير د انسټي ټيوټ د بېلا بېلو څانګو دوره وكړه او د انسټي ټيوټ د صدر د كاركردګۍ ئې ستائنه وكړه.