اسلام آ??اد 17 جون (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قریشی وئيلي دي د شخړيزو سرحدی سيمو په اړه د چین موَقف اصولی دے ٬ د هند او چین پوځې ډلو ترمينځه نښته د هند سرکار هندتوا سوچ عكاسي ده، چین تر ډيره حده ه??ه كړي چې پ?? خبرو اترو حل شي خو هند د چین پ?? خبره ځان پوهه نه كړو او شخړيزه سي??ه كښې ئې د تعمیرات سلسله روانه وساتله۔ د شورو په ورځ خپل يو بيان كښې خارجه وزير مخدوم شاه محمود قریشی ووئيل د ??و ورځو راهسې د چین او هند ترمينځه تاؤ ترېښوالے زياتيږي۔ چین تر آخري حده ه??ه كړي چې معامله پ?? خبرو اترو حل شي خو هند د چین پ?? خبره ځان پوهه نه كړو او شخړيزه سي??ه كښې ئې د تعمیرات سلسله روانه وساتله۔ ده ووئيل د هند د سختي رويې په وجه په 9 مئی يوه نښته شوې خو اوس هغه په يو بل صورت بدله شوې ، نن چې كوم اطلاعات رامخې ته كيږي د هغې له مخې 20 څخه زيات هندي عسكر او افسران مړه شوي او دا يوه غیر معمولی پيښه ده۔ده ووئېل د څو لس??زو نه پس د خوني تصادم دا صورت رامخې ته كيږي،دا ټول د هند سرکار د هندتوا سوچ عكاسي ده۔ خارجه وزير ووئيل هند چې د كوم هم هندتوا سوچ او هټ دھرمی مظاهره کوي نو حالات به لا خرابيږي، په 5 اګست هند چې كوم يو اړخيزه اقدام كړے هغه پاکستان هم مسترد کړے او او چین په هغې معترض دے