اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ پخواني سپيكر سردار اياز صادق د كورونا ټېسټ مثبت راغلے او د دې نه پس پخوانے سپيكر په خپل كور قرنطينه كړے شوے. د مسلم ليګ ﴿ن﴾ وياندې مريم اورنګزېب له مخې پخواني سپيكر سردار اياز صادق تېره ورځ د كورونا ټېسټ كړے كوم چې مثبت راغلے. مهمو شخصياتو د سردار اياز صادق عيادت كړے او د هغه زر روغتيا لپاره ئې دعا او د نېكو هي??و څرګندونه كړې. د يادونې وړ ده د شهباز شريف، احسن اقبال، شاهد خاقان عباس?? او مريم اورنګزېب پشمول د مسلم ليګ ﴿ن﴾ يو شمېر مشرا?? د ??ړاندې نه د كورونا په رنځ اخته شوي دي