اسلام آباد 08 مئي (??ے پي پي) خزانې لپاره د وزيراعظم سلاحكار ډاکټرعبدالحفيظ شېخ وئيلي دي حکومت د ري فنډز وركولو كار په بيړه ترسره كوي٬ په ري فنډز وركولو كښې د بېړې كولو د لارې د بزنس كميونټۍ مسئلې حل كول دي ، حکومت د بزنس كميونټۍ جائز مسئلې حل كولو سره سره هېواد كښې تجارتي هلې ځلې ګړندې كولو لپاره به په حقيقت پسنده وړاندېزونو او سفارشاتو عملدرآمد باوري كوي۔ده دا خبرې د اسلام آباد د ايوان صنعت او تجارت عهدېدارو سره په وېډيو كنفرنس كښې كړې۔ د وېډيو كنفرنس په مهال د اېف ??ي ??ي سي آئي نمائندګانو د خپلو مسئلو نه علاوه د راتلونكي بجټ په اړه خپل وړاندېزنه او سفارشات هم وړاندې كړل۔ د اېف بي آر چيئرپرسن نوشين جاوېد امجد، د خزانې س??كتر نويد کامران بلوچ، د ايف ??ي ??ي سي آئي صدر ميا انجم نثار، د فېډريشن پخواني صدر زکرياعثمان او نورو عهدېدارو هم په دې مهال موجود وو