اسلام آباد ۔ 5 مئی (اے پی پ??) د كورونا وائرس صورتحال كښې د قومي اسمبلۍ غونډې رابللو لپاره د خاص پار??ما??ي كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ پارلېمنټ هاؤس كښې د وفاقي وزير سيد فخر امام صاحب په مشرۍ كښې وشوه۔ غونډه ك??ې د كمېټۍ ټولو غړو په شمول د ټولو پار??ما??ي ګوندونو نمائندګانو ګډون وكړو۔ د غونډې په مهال د قومي اسمبلۍ سېشن په اړه د غړو لخوا بېل وړاندېزونه رامخې ته شول ولې بيا هم غونډه ك??ې په دې صلاح راغله چې په 11 مئی د ګل په ورځ دې د قومي اسمبلۍ غونډه راوبللې شي۔ غونډه ك??ې دا خبره هم وشوه چې د 11 مئي غونډه ك??ې به كورم ته ګوته نه نېولې كېږي ۔ غونډه به تر كووډ 19 محدود ساتلې شي۔ دا پرېكړه هم وشوه چې د پرېس نمائندګانو ته به د كورېج كولو اجازه وي۔ غونډه ك??ی د غړو د ګډون پړېكړه به د پار??ما??ي پارټۍ لارښود پخپله كوي۔ د غړو حافظت له هم په تګلاره اتفاق وكړې شو۔ دا پرېكړه هم وشوه چې پارلېمنټ كښی به تګ راتګ محدود ساتلې شي