اسلام آباد 13 اپریل (اے پی پی) د پاكستان تح??یك انصاف (پی ټی آئی) سنېټر فیصل جاوید وئيلي دي وزیر اعظم عم??ان خان د كورونا وائرس بحران په مهال د غریبو كورنيو مرستې ته پام لرنه كوي، حكومت مستحقو كسانو له آسانيو وركولو لپاره لوئ ریلیف پیكیج او ??يلې فلاحی منصوبې پيل كړې، په دې س??ت وخت كښې د مستحقينو مرسته كول زمونږ د ټولو فرض دي ۔ ده د ګل په ورځ راډيو پاكستان كرنټ افیئر پروګرام كښې خبرې كولې ۔ ده ووئيل لاك ډاؤن له امله زياتره ټیكسی ډرائیوران او ??وارې كښ ځپلې شوي ځكه چې هغوي د آمدن بله كومه ذريعه نه لري نو د دغه كسانو مرسته كول زمونږ د ټولو فرض ده ۔ فیصل جاوید ووئيل مونږ خوش قسمته يو چې مونږ له لوے څښتن د عم??ان خان په شان مخلص وزیر اعظم راكړې او هغه عم?? له هيواد كښې فلاحي كارونه كړې ۔ ده په شته مندو زور راوړو چې د وزیر اعظم كورونا ریلیف فنډ د لارې د حكومت بشپړه مرسته وكړي دغسې چې د هيواد مستحقو كورنيو ته آسانۍ وركړې شي۔ ده ووئيل وزیر اعظم عم??ان خان د بيلو ښارونو او ??وبو دوره كوي او ?? ځائې انتظامیې د كاركردګۍ جاج اخلي