اسلام آباد ۔ 04 نومبر(اے پی پی) د وزیراعظم عمران خان منظورۍ نه پں د مواصلات وزير مراد سعيد په هدايت د بابا ګرونانک 550 مې زېږېدنې ورځې دستورو په لړ كښ?? پاکستان پوسټ یادګاری ټکټونه جاري كړي دي كوم به چې د كرتارپور راهدارۍ پرانستې په ورځ خرڅ لپاره وړاندې كولې شي۔ د ګل په ورځ د پاكستان تحريك انصاف مركزي ميډيا ډیپارټمنټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د سکھ یاتریانيو آسانۍ له به کرتارپور کمپلېکس كښ?? پاکستان پوسټ يوه ډاكخانه پرانېزي چرته څخه به چې سك ياتري دا يادګاري ټكټ اخستلې شي۔ دغسې يوه ډاكخانه به ننكانه صاحب كښ?? هم پرانستلې شي۔ دا ټكټونه به د یونیورسل پوسټل یونین 192 غړو هېوادونو ته لېږلې شي۔ موجوده حكومت د اولنۍ ورځې نه د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښ?? د اقلیتونو مذهبی آزادۍ او د دوئي د يو برابر بنيادي بشري حقونو ساتنه باوري كولو له كار كوي۔ وزیر اعظم عمران خان په دې لړ كښ?? سكھ ورورولۍ سره لوظ كړې وو چې هغه به د بابا ګرونانک صاحب 550 مې زېږېدنې ورځې په مهال کرتار پورراهداری پرانستلو سره سكھ ورورولۍ ته لويه ډالۍ وركوي۔ وزیراعظم د يو كال په لنډه موده كښ?? خپل لوظ ترسره كړو۔ په دې لړ كښ?? به د روانې مياشتې په ا??مه نېټه يوه دستوره كښ?? د كرتارپور راهدارۍ پرانسته كولې شي۔ دستوره كښ?? به د هند په شمول ګردې نړۍ څخه سكھ ياتريان ګډون كوي۔ کرتار پور راهدارۍ سره بد سك مذهب منوونكو لپاره په آسانۍ د خپلو مقدسو ځايونو زيارت كول او د مذهبي رسمونو ادا كول ممكن شي او دې سره سره به د دواړو ګاونډي هېوادونو ترمينځھ همغږۍ او خېر سګالۍ ته وده ترلاسه شي۔