اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د سكھـ مذهب د مذهبي لارښود بابا ګرونانك د زېږون د 550 ??رځ?? نه وړاندې په ريكارډ موده كښې د كرتارپور لارې په ترسره كولو حكومت ته مباركي وركړې او وئيلي ئې دي چې د سكهـ ياتريانو هركلي لپاره كرتارپور په مكمل توګه تيار دے۔ د اتوار په ورځ په ټوي??ر په خپل پېغام كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې ز?? په دې لړ كښې خپل حكومت ته مباركي وايم چې د باباګرونانك د زېږون ??رځ?? نه وړاندې ئې په ريكارډ موده كښې د كرتارپور لار ترسره كړه۔ ده ووئيل چې د سكهـ ياتريانو هركلي لپاره كرتارپور په مكمل توګه تيار دے۔ وزيراعظم په ټويټر د كرتاپور كمپلېكس٬ صحن٬ سړكونو٬ او چېكنګ كاؤنټرو ع??سو??ه هم شريك كړل۔ توقع ده چې د كرتارپور لارې پرانست?? به د نومبر پهپ 9مه نېټه وشي۔ د دې لارې پرانستې سر?? به د هند پشمول د ټولې نړۍ څخه پاكستان د سكھـ مذهب ياتريانو لپاره مركز جوړ شي او په هېواد كښې به مذهبي سېلګري وده وكړي۔