ټوكيو 23 اکتوبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي سمندر پورې پاكستانيان د هېواد لويه سرمايه ده٬اوسنې حكومت د بهر مېشته پاكستانيانو خېرښېګړې لپاره كوټلې ګامونه پورته كوي٬سمندر پورې پاكستانيان دې په نورو هېوادونو كښې د پاكستان د ګټې لپاره خپل كردار ترسره كړي??ده دا خبرې په ټوكيو كښې پاكستانۍ ټولنې ته په خپله وېنا كښې وكړی۔اولس مشر په جاپان كښې د پاكستان ګټې لپاره د پاكستانۍ ټولنې په كردار ټينګار وكړو او د هېواد مثبت ??شخ?? څرګندولو لپاره يې د دوي هڅې وستائېلې۔اولس مشر ووئيل په پاكستان كښې اوسنې جمهوري حكومت د اولس خېرښېګړی ته پام لرنه كوي او د سماجي او اقتصادي تږ لارې تر مخه خلقو ته د روزګار موقعې پېدا كول او دوي ته معاشي نتيجې رسول دي??ده ووئيل حكومت د بهر مېشته پاكستانيانوخېرښېګړی لپاره هڅې كوي او غو??ړي چې دوي د قامي پرمختګ په هلو ځلو كښې شامل كړي٬په دې لړ كښې ګڼ شمېر اقدامات شوي ۔اولس مشر ووئېل بهر مېشته پاكستاني مېشن ته ضروري هدايات وركړې شوي چې دوي د بهر مېشته پاكستانيانو ستونزې لرې كړي او هر ډول آسانۍ وركړي??ده ووئيل پاكستان جاپان سره په بېلا بېلو څانګو كښې همكاري غو??ړي