اسلام آباد 23 ??كت??بر (اے پی پی) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او اصلاحات وفاقی وزیر مخدوم خسرو بختیار وئيلي دي د ښو معاشی اصلاحی اقداما??و سره د سرمایه كارو باور بحالېږي، د حكومت معاشی اقداما??و سره معیشت په سم پلو روان دے، حكومت آئی ټی، مصنوعی ذهانت، سیاحت او زراعت ودې ته پام لرنه كوي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ پاكستان كښې د آسټریليا هائی كمشنر ډاكټر جیفری شا سره ملاقات په مهال وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل د حكومت معاشی اقداما??و سره معیشت په سم پلو روان دے۔ ښه معاشی اصلاحی اقداما??و سره د سرمایه كارو باور بحالېږي۔ ده ووئيل د سی پیك دويم پړاؤ كښې به د وګړو ښېګړې ، زرعی او صنعتی او بی ټو بی مرستې ته پام لرنه كولې شي۔ خسرو بختیار ووئيل سی پیك منصوبې سره به قامی معیشت ته ودې ترلاسه كيدو سره سره غريبۍ كمولو له مرسته تر لاسه شي۔ وفاقی وزیر د آسټریليا هائی كمشنر د اولسي ښېګړې لپاره حكومتی اقداماتو په اړه خبر كړو۔ د آسټریليا هائی كمشنر ډاكټر جیفری شا د حكومت د فلاحی اقداما??و ستائنه كولو سره ووئيل پاكستان او آسټر??لی?? په بيلو څانګو كښې مرسته قوي كول او د دوه اړخيزه اړيكو د كار دائرہ پراخه كولې شي۔