فېصل آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د رېلوے پارلماني سېكتر ميا فرخ حبيب وئيلي دي چې وزيراعظم ??مر??ن خان په ملګرو ملتونو كښې د كشميريانو مقدمه په ښه ډول وړاندې كړې٬ په تېر وخت كښې د دې م??ال نه ترلاسه كېږي٬ د ??مر??ن خان وېنا د مودي حكومت مكروه څېره د ټولې نړۍ په وړاندې څرګنده كړې٬ پاكستانې قوم په خپل لارښود فخر كوي۔ يو لاريون ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې ??مر??ن خان يو بهادر٬ نه يرېدونكې او جري ليډر دے كوم چې په ملګرو ملتونو كښې د هند مكروه څېره څرګنده كړې او ټولې نړۍ ته معلومه شوې چې د هند حكومت په بې ګناه كشميريانو ځكه ظلم كوي چې دوي خپل د آزادې ??ق غواړي۔ ده ووئيل چې اپوزيشن په ??مر??ن خان ځكه نيوكې كوي چې ده د بدعنوان عناصرو په ضد عمليات پېل كړي دي او اپوزيشن نه غواړي چې د هېواد دولت لوټ كوونكي سزاوار شي۔