اسلام آباد 09ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي د ګل په ورځ د بشري حقونو د كونسل په 42مه غونډه كښې ګډون كولو لپاره په درې ورځنې دوره جنېوا ته لاړو۔ هغه به د كونسل غونډې ته وېنا كوي او نړۍ ته به د بې ګناه كشميريانو مقدمه هم وړاندې كوي۔ خارجه وزير شاه محمود قريشي به په جنېوا كښې د ا?? آئ?? سي٬ ډبليو اېچ او مشرانو سره ملاقات هم كوي۔ هغه به په جنېوا كښې ځائي او نړيوالې مېډيا سره خبرې كوي او په بېلا بېلو سيمه ايزو او نړيوالو چارو به د پاكستان دريځ او نظر وړاندې كوي۔ شاه محمود قريشي به د خپلې دورې په مهال د نړۍ پام د هند لخوا په مقبوضه كشمير كښې د يو اړخيزه غېر آئيني اقدام او د دې په نتيجه كښې منطقې ته د ورپېښ خطر په پلو راګرځوي۔ په سوئيلي آسيا كښې د ا??ن او امان خراب صورتحال په نظر كښې ساتلو سره د خارجه وزير دې دورې ته ډېر اهميت وركولې شي۔