اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عا??ق اعوان وئيلي دي چې د الله تعالٰي شكر ادا كوو چې د معصومې فرشته قاتل د قان??ن په منګولو كښې دے٬ دا دے د عمران خان په مشرې كښې نوے پاكستان چرته چې د قانون يو ډول اطلاق٬ فوري عمل او د ادارو استحكام باوري كولې شي۔ د ګل په ورځ په خپل ټويټ كښې ډاكټر فردوس عا??ق اعوان ووئيل چې داسې قبيح حركت كوونكو ته مثالي سزا سره ټولنه ژوند ترلاسه كوي او د دردونكو پېښو مخ نيوې م??كن دے۔ هغې د اسلام آباد پوليسو ته شاباش وركړو د چا په خوارې او وظيفه اي پوهه چې د دې ناړوه جرم مرتكب تورن ني??ل شوے دے۔ هغې ووئيل چې پوليس دې هم داسې جذبې سره خدمات جاري وساتي چې دغسې په دوي د اولس باور زيات شي او د تحفظ احساس هم راشي۔