اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د منصوبه بندې٬ پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئيلي دي چې اوسني حكومت سره ?? سختو حالاتو په بجټ كښې ټولو څانګو ته پام كړے٬ په بجټ كښې ټاكل شوي د ټېكس اهداف ترلاسه كېدو سره به معيشت مستحكم شي او هېواد به د پرمختګ په لار روان شي٬ د راتلونكو پنځو كلونو په مهال به د ملازمتونو يو كروړ موق??ې وركولې شي۔ د اتوار په ورځ د راتلونكي مالي كال 20-2019م په بجټ بحث كښې برخه اخستلو سره وفاقي وزير ??وئ??ل چې بجټ د هېواد د معيشت د اړخ ټاكنه كوي٬ د حكومت وژن پاليسي وي٬ چين څلوېښ?? كاله وړاندې اصلاحات كړي دي۔ ده ??وئ??ل چې كله اوسنې حكومت جوړ شو نو د هېواد د تاريخ تر ټولو زياته كرنټ خساره 20 اربه ډالر وه۔ د بجټ مالياتي خساره 2.3 كهربه روپې وه۔ دا ډېر لوي چېلنج و۔ ده ??وئ??ل چې اوسني حكومت د كرنټ اكاؤنټ خساره د 20 اربه نه 12 نيم ارب ته راټيټه كړې۔