اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د پاكستان او قطر ترمېنځه په تجارت او سرمايه كارې كښې مر??تې لپاره د وركنګ ګروپ جوړولو٬ د سېلګرې او تجارت پرمختګ لپاره د مر??تې پشمول د م??ي لانډرنګ او د ترهګرې د مالي مر??تې مخ نيوي او د خفيه معلوماتو د تبادلې په اړه لوظنامې وشوې۔ د لوظنامو لاسليك كېدو په دستوره كښې امير قطر شېخ تميم بن حمد الثاني او وزيراعظم عمران خان هم موجود وو۔ د دې څخه وړاندې د وزيراعظم عمران خان او د قطر امير ترمېنځه يو په يو ملاقات وشو او د پلاوو په كچه مذاكرات هم وشول چې پكښې د دوه اړخيزه اړيكو په ټولو اړخونو بحث وكړې شو۔ د دې نه پس د دواړو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې د مر??تې په اړه د تفاهم يادښتونه لاسليك كړے شول۔ د پاكستان او قطر ترمېنځه په تجارت او سرمايه كارې كښې مر??تې لپاره د وركنګ ګروپ جوړولو په اړه د تفاهم يادښت لاسليك شو۔ د قطر د خزانې وزير علي شريف العمادي او د تجارت سلاكار عبدالرزاق داؤد تفاهم لاسليك كړو۔ د سېلګرې او تجارت په څانګو كښې پرمختګ لپاره د مر??تې په اړه په يادښت د قطر د نېشنل ټورازم كونسل عمومي سېكتر اكبر الباقر او د بين الصوبائي رابطې وفاقي و??ير?? فهميده مر??ا لاسليك وكړو۔ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د م??ي لانډرنګ او د ترهګرې د مالي مر??تې مخ نيوي او د خفيه معلوماتو د تبادلې په اړه په ايم او يو د قطر د فنانشنل انفارمېشن يونټ مشر شېخ احمد بن عيد الطهاني او د فنانشنل مانېټرنګ يونټ لنډ مهال ډي جي منير احمد لاسليك وكړو۔