اسلام آباد 12 فروری (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن محمد صا??ق سنجرانی وئيلي دي اسلامی پوځي اتحاد د ترهه ګرۍ په ضد يو غوره پلیټ فارم دے ، دا اتحاد د كوم خاص ریاست یا قام په ضد نه بلكه د ترهه ګرۍ په ضد د روانو هلو ځلو لا منظم كولو لپاره جوړ كړې شوې، پاکس??ان د منطقې پرمختګ او سوكالۍ له د مسائلو امناك هوارې غواړي۔ د دې خيالاتو څركندونه ده د نهې په ورځ د ترهه ګر٬ په ضد د اسلامی پوځي اتحاد کمانډر ان چیف جنرال (ر) راحیل شریف سره پارلمان كښې د مل??قات پھ مهال وكړه۔ د مل??قات په مهال پھ مهمو نړيوالو چارو خبرې وشوي ٬ په دې موقع د سېنېت غړي او د اسلامی پوځي اتحاد پلاوې غړي هم موجود وؤ۔ د سېنېټ چیئرمېن ووئيل اسلامی پوځي اتحاد د ترهه ګرۍ په ضد يو غوره پلیټ فارم دے، پاکس??ان د ترهه ګرۍ په ضد لوئ زيان پورته كړې خو د پاك پوځ ، اولس او نورو ادارو پھ ګډه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې کامیابی ترلاسه كړې۔ ده ووئيل پاکس??ان چرې هم نه غواړي چې كوم هم هېواد دې ډول صورتحال سره مخ شي، دا اتحاد د كوم خاص ریاست یا قام په ضد نه بلکه د ترهه ګرۍ په ضد د روانو هلو ځلو لا منظم كولو له جژر كړې شوې۔ ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد اسلامی پوځي اتحاد څخه د مسلمانانو هېوادونو نه علاوه نور هېوادونه هم ګټه پورته كولې شي۔ د دې اتحاد جوړيدو سره په نړۍ كښې د ترهه ګرۍ مختمولو له مرسته ترلاسه شوې ، ده ووئېل دا زمونږ لپاره د خوشحالۍ خبره ده چې د دې پوځي اتحاد مشري د پاکس??ان ریټائرډ جنرال راحیل شریف کوي۔ ده ووئيل پاکس??ان د سيمې پرمختګ او سوكالۍ له د مسئلو امناكه حل غواړي۔د مل??قات په مهال جنرال (ر) راحیل شریف ووئيل اسلامی پوځي اتحاد جوړيدو سره د ترهه ګرۍ په ضد نړيوالو هڅو ته وده ترلاسه شوې ، پاکس??ان عمر له د ترهه ګرۍ په ضد فعال کردار ترسره كړې۔ ده ووئيل اسلامی پوځي اتحاد به نه يواځې د سيمې بلکه ټوله نړۍ كښې د ترهه ګرۍ ختمولو او امن راوستو له هڅې كوي