اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي)د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډا پور وئېلي دي هند د جمهوريت او ??كو??رازم په لباس كښې مقبوضه كشمير كښې د بې ګناه كشميريانو نسل كشي روانه ساتلې ٬ يو خوا هند د جمهوريه ورځ لمانځي او بل خوا يې د ګڼ شمېر تورو قوانينو او د ظلمونو د لارې مقبوضه كشمير په يو پوځي چاؤڼۍ بدل كړې۔په خپل يو بيان كښې ده ووئيل له بده مرغه په مقبوضه كشمير كښې داسې ورځ نه تېر??ږي چې پكښې بې ګناه كشميريان ماورائے عدالت نه وي قتل شوي٬ده ووئيل په حقيقت كښې هند د كشميريانو د منظمې نسل كشۍ د لارې د مقبوضه كشمير د ډيموګرافي ب??لو??و هڅه كوي او بايد نړۍ د دې نوټس واخلي۔ده ووئيل د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو نه انحراف كولو سره او د لاكهونو كشميريانو په وي??ه خپل لاسونه سره كولو سره هند لپاره د جمهوريه ورځې ل??انځل ډېر شرم ناك كار دے او داسې ډرامو سره هند په يو صورت هم نړۍ ته دوكه نه شي وركولې۔ده ووئيل ټوله نړۍ د هندي ځواكونو لخوا پھ مقبوضه كشمير كښې د بې ګناه ځوانانو او ماشومانو د شهيدولو او د دوي د بينائي ختمولو مناظر هره ورځ وي??ې۔وفاقي وزير ووئيل هم دا وجه ده چې نن كشميري اولس په مقبوضه كشمير كښې د اته لكه هندي ځواكونو د موجودګۍ نه يره نه لري او د هند د جمهوريه ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځي۔وفاقي وزير ووئيل وخت راغلې چې نړۍ كشميريانو ته د دوي د خپلواكۍ حق وركولو لپاره خپل مثبت كردار ترسره كړي