اسلام آباد 16 جنوري (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان به راروانه مياشت د حېدر آباد پوهنتون د بنياد تيګه اږدي ٬ دغسې د كراچۍ سركلر رېلوے بحالۍ او بشپړیدو كښې پېښې ??تونزې به په ترجيحي بنيادونو لرې كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم عمران خان د اېم كيو اې?? د ??امي اسمبلۍ غړو سره د خبرو په مهال وكړه چا چې د شورو په ورځ ده سره وزيراعظم آفس كښې ليدلې وو۔په دې مهال د ا??فا??مېشن ټېكنالوجي وفاقي وزير خالد مقبول صديقي ٬ د قانون وزير ډاكټر فروغ نسيم او د قامي اسمبلۍ غړې سيد امين الحق هم موجود وو۔د خزانې وزير اسد عمر٬د وزيراعظم خاص مرستيال نعيم الحق او د قامي اسمبلۍ غړې محمد عامر ډوګر هم موجود ؤ ۔په ملاقات كښې ?? ??ند?? صوبې او د كراچۍ حېدر آباد پشان لويو ښارونو وګړو ته په پېښو ستونزې خبرې وشوې۔په دې موقع وزيراعظم ووئيل د ??ند?? اولس ته پیښو ستونزو څخه خبر يو٬د دغې مسائلو حل له به وفاقي حكومت خپل كردار ترسره كوي۔د پرمختيائي پروژو په اړه په صوبائي كچه د دواړو ګوندونو ترمينځه كوآرډېنشن لا ښه كولو له د ??ند?? ګورنر عمران خان اسماعيل په مشرۍ كښې ?? كمېټۍ جوړولو پريكړه وشوه ٬ دغسې وزيراعظم به راروانه مياشت د حېدر آباد پوهنتون د بنياد تيګه اږدي