اسلام آباد 15 جنوري (اے پي پي) سترې محكمې د پاك پتن زمكې غېر ??ان??نې الاټمنټ لپاره پلټنو له جوړې كړې جے آئي ټي د ھغه وخت اعلٰې وزير ميا نواز شريف ذمه وار ګرځولو سره نوازشریف او د پنجاب حكومت څخه ځواب غوښتې او د كېس نور سماعت ځنډولو سره ئې وئيلي دې د دربارونو زمكې په كال 1986 كښې الاټ كړې شوې ٬ كه تفتيش او انكوائرۍ اوشي نو هېڅوك به بچ نه شي٬ غلو زمكه ترلاسه كولو سرلو سره بيا خرڅه كړې ٬ د نهې په ورځ د چيف جسټس ميا ثاقب نثار په مشرۍ كښې درې كسيزه بېنچ د كېس اورېدنه وكړه۔ په دې موقع د جے آئي ټي مشر حسېن اصغر عدالت ته راپور وړاندې كولو سره ??وئ??ل د پاكپتن دربار زمكه پخواني اعلٰې وزير میاں نواز شریف په غېر ??ان??ني توګه منتقل كړې چې ورسره شاه مقيم هجره او د ربار حافظ جمال زمكه هم خلقو ته وركړې شوې ٬ دا ټولې زمكې نواز شریف پخپل دور كښې الاټ كړې دي ۔ ح??ېن اصغر عدالت ته ??وئ??ل په كال 1986 كښې د پنجاب وزیراعلیٰ نواز شریف د پاکپتن دربار د وقف زمكې اعلاميه بېرته اخستې وه ٬ د وخت د اعلٰې وزير سېكتر تسلم كړې چې اعلاميه د اعلٰې وزير په وېنا بېرته اخستې شوې وه۔ د سماعت په مهال جسټس اعجاز الاحسن وئيلي دې د ډسټركټ جج لاهور نه علاوه د لاهور هائي كورټ هم وئيلي وٶ چې د وقف شوې زمكې اعلاميه بېرته نشي اخستې كېدې ٬ اوس دې عدالت ته ??وئ??لې شي چې د كوم ??ان??ن له مخې د وقف زمكې اعلاميه بېرته اخستې شوې نو په دې د ميا نواز شريف وكيل منور اقبال ??وئ??ل نواز شریف په دې لړ كښې په عدالت كښې خپل ځواب جمع كړې خو ھغه داسې نه دي كړې نو په دې چيف جسټس ??وئ??ل هسې نه چې مونږ انټي كرپشن ته د پرچې درج كولو اوائيو٬ ته د شاه نه زيات د شاه د وفادار كردار ادا كوې ٬ دا هم سمه ده چې دربارونو ته زمك?? په كال 1986 كښې الاټ شوې كه تفتيش او انكوائري وكړې شوه نو هېڅوك به بچ پاتې نه شي۔ د عدالت په پوښتنه د جے آئي ټي مشر ??وئ??ل په و??ومبي ځل تفتيشي راپور په كال 2015 كښې وړاندې كړې شوې ٶ چې پكښې اعلٰې وزير ذمه واره ګرځولې شوې ؤ ٬ بيا په كال 2016 كښې دوېم راپور نه د اعلٰې وزير نامه وېستلې شوې خو اوس دا دور نه دې پاتې او درېم راپور به هم نه جوړېږي٬ د دې نه پس عدالت د نواز شریف او پنجاب حکومت څخ?? په دوه اوونيو كښې ځواب غوښتلو سره نور سماعت وځنډولو