اسلام آباد ۔ 2 جنوری (اے پی پی) د پاكستان پارلمان تېر كال د فاټا خېبر پختونخوا كښ?? د ضم كولو د 25 آئيني بدلون بل په شمول د كارپورېټ سېكټر بحالۍ ٬ د لږ عمره بنديوانو ٬ د كوچنيانو او نرښځيانو حقونو تحفظ ٬ د نوو پوهنتونو جوړولو او د روغتيا او ميرين انشورنس په شمول د 33 قوانينو منظوري وركړې ده۔ د فاټا ضم كېدو سره د دغه قبائلي سيمو د هېواد په مركزي سياسي او قانون چارو كښ?? د شاملولو لاره هواره شوې ده۔ د پارلمان سركاري ريكارډ ترمخه تېر كال پارلمان تر پخوانو قبائلي سيمو د سپريم كورټ او هائي كورټ د سماعت دائرې خپرولو قانون منظوري هم وركړې ۔ په تعليمي څانګه كښ?? پارلمان اپرنټس شپ اېکټ، شهید ذولفقارعلی بھټو میډیکل یونیورسټی ترمیمی اېکټ، نېشنل یونیورسټی آف سائنس اېنډ ټیکنالوجی اېکټ، نېشنل سکل یونیورسټی اسلام آباد اېکټ،کامسېټس یونیورسټی اسلام آباد اېکټ، انسټی ټیوټ آف سائنس اېنډ ټېکنالوجی بهاولپوراېکټ، نېشنل سوک اېجوکیشن کمېشن اېکټ، او د انسټی ټیوټ فارآرټ اېنډ کلچر اېکټ منظوری او د روغتيا په څانګه كښ?? پارلمان د اسلام آباد هېلت کئېر رې??ولېټری اتھارټی اېکټ منظوری وركړې ۔ دغسې د كم عمره بنديوانو حقونو تحفظ له د جووینائیل جسټس سسټم اېکټ منظوري هم پارلمان وركړې ۔پارلېمان تېر كال فېډرل بنک فارکواپرېټو او کواپرېټو بنکنګ سېکټر و هاوس بلډنګ فنانس کارپورېشن (بدلون) ایکټ، د اولس مشر تنخا اومراعات بل، لیګل پرېکټشنرز اېنډ بارکونسل بل، ګېس انفراسټرکچر ډولپمنټ سېس او د برېښنا وېش او رسنې سره د اړوندو بلونو منظوري وركړې ۔ مئي كښ?? قامي اسمبلۍ د فنانس بل منظوري وركړه او دغسې په اكتوبر كښ?? ئې د ضمني ماليات بل منظوري وركړې ده ۔