بيجنګ 03 نومبر (اے پي ??ي﴾ وزيراعظم عمران خان د چين د انقلابي هڅو د اتلانو پ?? يادګار د ګلونو څادر خپور كړو او د دوي هڅو ته پېرزوئنې وړاندې كولو لپاره ئې خاموشي اختيار كړه۔ وزيراعظم سره خارجه وزير شاہ محمود قریشي، د خزانې وزير اسد عمر، د رېلوے وزیر شېخ رشید احمد، د منصوبه بندې او پرمختګ وزير خسرو بختیار، د ميری ټائم افیئرز وزیر علی زېدي، د وزیراعظم د تجارت سلاكار عبدالرزاق داؤد، د بلوچستان وزیراعلیٰ جام کمال او په بیجنګ كښې د پاکستان سفیر مسعود خالد هم وو۔ په دې موقع د پاكستان او چين قومي سرودونه وغږول شول۔ د وزيراعظم لخوا د چينائي اتلانو پ?? يادګار د غوړل شويو ګلونو ر??ګ د پاكستان د قومي بېرغ رنګ سره مطابق?? لرلو۔