اسلام آباد 18 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات ٬ خپرونو٬ قامي تاريخ او ادبې ورثې لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ غو??ډه د سناتور فېصل جاوېد په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ وشوه ۔ په غو??ډه كښې سناتورانو عبدالرحمان ملك، روبینه خالد، انوار الحق کاکړ، خوش بخت شجاعت، پروېز رشید، بېرسټر محمد علی سېف، عثمان خان کاکړ، سجاد طوري سره د اطلاعات او خپرونو وفاقيو زير چوهدري ??واد حسېن ٬ د اطلاعات سېكتر ٬ د پېمرا چيئرمېن ٬ د پي ټي وي چيئرمېن ٬ د پېمرا او پي ټي وي لوړ پورو ګډون وكړو۔ په دې موقع كمېټۍ ته د پي ټي وي د ملازمانو د پ??شن وركولو په معامله بريفنګ وركړې شو۔ كمېټۍ ته ووئيل شول په 3108 پنشنيانو كښې د 279 پنشيانو 1.330 اربه روپۍ التواء سره مخ دي او نور پ??شن وركړې شوې۔ د كمېټۍ لخوا د دې معاملې د نوټس نه پس تر اوسه 468 مېليونه روپۍ د پ??شن كميوټېشن واجباتو په مد كښې وركړې شوې ۔ په دې موقع د اطلاعات وزير چوهدري ??واد حسېن كمېټۍ ته ووئيل حکومت د پاکستان میډیا رېګولیټري اتھارټۍ په نامه يوه اداره جوړوي او د دې له مخئ د ميډيا