اسلام آباد ۔ 9 اکتوبر (اے پی پی) افغانستان كښې د مصالحتي عمل په ا??ه د پاكستان او ??مريكې ترمينځه د پلاويو په كچه خبرې اترې د نهې په ورځ خارجه وزارت كښی وشوې۔ خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه د پاكستاني او ??فغانستان لپاره د امريكې خارجه سېكترې خاص استازي زلمے خليل ز??د د امريكائي پلاوي مشري وكړه۔ د خبرو په مهال دواړو ډلو د افغانستان په وضعه او مصالحتي عمل بحث وكړو۔ د دواړو ??ېو??دونو امنيتي ٬ دفاعي او ??فارتي چارواكو خبرو كښې ګډون وكړو۔ زلمے خلیل زاد چاته چې امريكې د طالبانو او ??فغان حكومت ترمينځھ د مصالحتي هلو ځلو كار سپارلې ٬ كابل كښې افغان لارښودو سره د ليدلو نه پس تېره ورځ اسلام آباد ته رارسېدلې ؤ ۔ زلمے خلیل زاد به متحده عرب امارات ٬ قطر او ??عودي عربستان ته هم ځي۔ د امريكائي خارجه وزير وېنا ده چې خليل ز??د د طالبانو خبرو اترو ته د كېښنولو هڅو كښې د امريكې مشري كوي